کلمې زموږ د افکارو ښکارندویي کوي او زموږ احساسات بیانوي؛ خو غوره دا ده چې د هر موقعیت لپاره له ځینو مناسبو او مسلکي کلمو استفاده وکړو. کېدای شي په ډېرو فلمونو کې مو لیدلي وي، چې د فلم اتل د څو کلمو په ویلو سره، څه ډول ټول پر خپل ځان راماتوي، څو خپلې موخې ته ورسېږي. له بده مرغه په رښتینې نړۍ کې دا ډول کلمې هېڅ پایله نه لري، خو یو څه ته مو باید پام وي، چې د هر څه د ترسره کولو لپاره یوه غوره لار هم شته. د (که) کلمه د شک او تردید تر ټولو قوي زيګنالونه خپروي. کله چې د خپلو ارزښتناکو غوښتنو په اړه فکر کوی، هڅه وکړئ چې د (که) کلمه مو له خپلو خبرو حذف کړی؛ ځکه که تاسو په خپلو خبرو کې د (که) کلمه وکاروی، تاسې مخاطب ته یو ډول داسې فکر ورکوی، چې ګواکې دغه ارزښتناکې غوښتنې له تاسو سره تړاو نه لري، ان د رسېدو لپاره یې پر ځان باور هم نه لری. کله چې تاسو د (که) په کلمې سره په خپله شاوخوا کې د شک او تردید زيګنالونه خپاره کړی، د جذب قانون نه شي کولای تاسو ته مو خپلې غوښتنې لا ډېرې روښانه کړي. هر څه ته د رسېدو لپاره لومړی پر ځان باور ولری او له هغه وروسته اراده وکړئ.