د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۵مې نېټې په ماسپښين له امريکا څخه رسمي لیدنه پای ته ورسوله. په دغه تاريخي ارزښت لرونکي سفر کې د دواړو هېوادونو مشرانو د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو هغه تعریف چې د روان کال په مې کې يې ټاکلی، لا نوره هم مانا پیدا کړه او د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ د رغنده ستراتېژيکو ثابتو اړيکو په توګه يې بيان کړی دی.
د چین د رینمین پوهنتون د پراختیا او ستراتیژۍ د ملي اکاډمۍ مرستیال رئیس دیاو دامینګ سي جي ټي اېن ته وویل، چې دا نوی تعریف نه یوازې پخواني اصول ساتي او پر تاریخي تجربو ولاړ دی، بلکې په نوې زمانه کې د چین او امریکا ترمنځ د متقابل چلند سمې لارې ته دوامدار پرمختګ ورکوي.
دیاو دامینګ وويل: (( “درناوی” مخکنی شرط دی چې په مفهوم کې يې د یو بل ټولنیزو سیسټمونو، د پرمختګ لارو او بنسټیزو ګټو ته متقابل درناوی او همدارنګه د چین او امریکا ترمنځ د دریو ګډو اعلامیو د لارښوونکو اصولو ساتل شامل دي. “عدالت” هغه ارزښت دی چې چین د نړیوالو اړیکو په نوي ډول کې پرې ټینګار کوي او دا په نړیوالو اړیکو کې د انصاف او عدالت او همدارنګه د نړیوال قانون او نظم د عادلانه پلي کولو په بڼه څرګندېږي. “برابري “د متقابلو ګټو او د حقونو او دندو ترمنځ د توازن په مانا ده او په نړیوالو اړيکو کې د مقام پر مساوات او د متقابلو ګټو پر پام کې نیولو ټینګار کوي.
دياو دامينګ زياته کړه، د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ رغنده ستراتېژیکې ثابتې اړيکې د چين او امريکا ترمنځ د متقابل چلند يا تعامل سمه لار ده، چې نه یوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي، بلکې نړۍ ته ډاډ او ثبات راوړي.































