د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، د ځمکنیو او رېلپټلۍ ترانسپورټي لارو د پراختیا، د بندري اسانتیاوو د ښه والي او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحث شوی دی. د سرچینې په وینا، د یادې خونې عمومي رییس د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی.






























