د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه مېرمنې پنګ لي يوان پر ځايي وخت د سپتمبر د ۲۵مې نېټې په سهار په سپينې ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ده له مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره د چای څښلو پرمهال خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د چين او امريکا د اړيکو د تعريف اصلي موضوع به لا غني کړي او په ګډه به د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ رغنده ستراتيژيکې ثابتې اړيکې ټينګې کړي.
شي جين پينګ ۱۱ کاله وروسته واشينګټن ته په رسمي سفر تللی دی.
نوموړي ويلي، په دغه سفر کې يې له ولسمشر ټرمپ سره د چين او امريکا د اړيکو د تعريف اصلي موضوعات لا غني کړي، د درناوي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ يې د رغنده ستراتيژيکو ثابتو اړيکو د ټينګښت هوکړه ورسره کړې او د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې يې د دواړو خواوو لپاره ګټورې پايلې ترلاسه کړې دي او باور یې ښودلی، چې د دواړو هېوادونو خلک او نړيواله ټولنه به د دغو چارو په اړه خوښي وښيي.
شي جين پينګ د دواړو هېوادونو د اړيکو راتلونکی روښانه بللی او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر ټرمپ سره د تاريخي مسئوليت د اخيستلو په رويه د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ په تاريخ کې مهمه او زرینه پاڼه پرانېزي.
ټرمپ د رئيس شي جين پينګ دغه سفر رغنده او بريالی سفر بللی او هيله يې ښودلې، چې له نوموړي سره به نژدې اړيکې وپالي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ ګډه لارښوونه به وکړي.
شي جين پينګ او پنګ لي يوان د چای له مېلمستيا وروسته د ټرمپ او ميلانيا په ملګرتيا د امريکا د ملي ارشيف ادارې څخه هم لیدنه وکړه.































