د چين د ځنګلونو او څړځايونو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د سه چوان ولایت د چنګ دو ښار د پانډاګانو د نسل روزنې او څېړنې مرکز دوه پانډاګانې، (پينګ پينګ) او (فو شوانګ) به په نږدې راتلونکي کې د امريکا اټلانټا ژوبڼ ته واستول شي او په دې سره به د پانډاګانو د ساتنې په برخه کې د چين او امريکا د ګډې همکارۍ نوی پړاو پيل شي.
د چین او د امریکا اټلانټا ژوبڼ ترمنځ د پانډاګانو د ساتنې په برخه کې همکارۍ ۲۵ کلن تاريخ لري. دا ځل (پينګ پينګ) او (فو شوانګ) به د لسو کلونو لپاره د پانډا د ساتنې د همکارۍ په پروژه کې برخه واخلي. دواړه خواوې به د پانډاګانو د خوړو ورکولو او نسل روزنې، د ناروغيو د مخنيوي او درملنې، علمي څېړنو، عامه پوهاوي، او په طبيعي چاپېريال کې د پانډاګانو او د هغوی د استوګنځیو د ساتنې په برخو کې ژورې تبادلې او همکارۍ وکړي.































