په سپینه ماڼۍ کې د شوریر په نامه ډاکټر د خدماتو د ستاینې غونډه جوړه شوې وه. شورېر په ۲۰۰۸ کال کې په نورستان کې په یوه سخته جګړه کې د امریکايي عسکرو درملنه کوله. له ده سره بهروز مهمند او ذکریا غفوري هم وو، چې ټرمپ دوی دواړو ته هم مډالونه ورکړي او له فعالیتونو یې قدرداني کړې ده. په دې جګړه کې د ادریس په نوم یو افغان ژباړن وژل شوی و. شورېر د امریکايي پوځ ډاکټر وو، چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا استخباراتي اداره کې په دنده وګومارل شو. هغه دمګړی په سرطان اخته دی. نوموړي د خپل وژل شوي افغان ملګري ادریس نوم په خپل یوه زوی اېښی دی. ټرمپ په دغه مراسمو کې ویلي چې امریکا د خپلو ټولو خدمتګارانو قدر کوي او فعالیتونو ته یې په درنه سترګه ګوري.