د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د سه چوان پوهنتون ټولو استادانو او محصلينو ته ځوابي پيغام ولیږه او پکې یې هغوی ته د دې پوهنتون د جوړېدو د ۱۳۰مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله .
شي جين پينګ په پیغام کې هیله وښودله چې ټول استادان او محصلین به د دې پوهنتون د جوړېدو د ۱۳۰مې کليزې په نوي پیل د زده کړو له ګټو څخه کار واخلي، د نوي عصر لپاره د ملي ستراتيژيو د پلې کولو په برخه کې به مخکښان او نمونې واوسي او د هېواد په ښوونې، ساينس، ټيکنالوژۍ او د استعدادونو په وده کې به فعال خدمتونه وکړي.
د سه چوان پوهنتون ټولو استادانو او محصلينو له دې مخکې رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام لېږلی و، پکې يې د دې پوهنتون د پرمختګ او لاسته راوړنو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې ورسره شریکې کړې او د هېواد په لوېدېځ کې یې د خپلې ریښې د وهلو او د ښوونې له لارې هېواد ته د خدمت لپاره یې خپل ټینګ هوډ څرګند کړی دی.































