د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پینګ د لا خوندي چين د ابادۍ په اړه مهمې لارښوونې کړې او پکې يې دې ته اشاره کړې چې هېواد یې د چین د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې د خوندي چين ابادۍ په برخه کې ډېرې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې، خلک يې نيکمرغه ژوند لري او ټولنه يې په منظم ډول روانه ده، نو چين اوس په نړۍ کې تر ټولو خوندي هېواد ګرځېدلی دی.
نوموړي پردې ټینګار کړی چې اړوندې څانګې دې په نوي مزل کې د نوې زمانې د چين د ځانګړتیا لرونکي سوسياليزم د مفکورې تر لارښوونې لاندې په ټينګه د هېواد د عمومي خونديتوب نظريه پلې کړي، د ګوند پر هراړخیزې رهبرۍ دې ټینګار او پياوړی کړي ، د پرمختګ او خونديتوب په پام کې نیولو سره دې د دولتي امنيتي سيستم او وړتيا ابادي لا پياوړې کړي چې د عامه امنيت د مديريت سويه لوړه شي.
د معلوماتو له مخې د خوندي چين د ابادۍ غونډه د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې د شي جين پينګ دغه مهمې لارښوونې خپرې شوې دي.































