د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي اسامبلې معمولي بحثونه د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په نيویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پای ته ورسېدل.
د دې عمومي اسامبلې رئيس خلیل رحمن د بحثونو د پای په وينا کې ويلي چې په دې بحث کې د ۱۱۳ دولتي او حکومتي مشرانو په شمول د ۱۹۴ پلاويو استازو د سولې، پرمختګ، بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په هکله ويناوې وکړې.
نوموړي دې ته اشاره کړې چې مصنوعي ځيرکتيا د دې عمومي اسامبلې د معمولي بحثونو عمده موضوع ده چې څلور کاله دمخه يوازې پنځه پلاوي دغه موضوع یاده کړې، خو په سږنۍ بحثونو کې ټولټال ۱۲۸ پلاويو دغه موضوع یاد کړې ده. دغه شمېر د هغو پلاويو د شمېر په پرتله لوړ دی چې د اقليمي بدلون او بشري حقونو په باب يې بحثونه کړي دي.































