د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنې ادارې د اکتوبر په ۲مه نېټه په يوه رپوټ کې ويلي، د لوژستيک او ترانسپورټ د ځنډېدو او د بدو هوايي ننګونو په اثر په تېر سپتمبر کې د خوراکي توکو نړيواله بيه له تېرو څلورو کلونو راهيسې تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلې ده.
د يو لړ شمېرو له مخې، په تېر سپتمبر کې د خوراکي توکو د نړيوالې بيې منځنی شاخص ۱۳۶ ته رسېدلی چې د تېر اګست په پرتله ۱.۵ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د غلودانو، بورې او د نباتي غوړو بيې لوړې شوې، خو د غوښو او لبنياتو بيې ټېټې شوې دي.































