د فرانسې ولسمشرې مانۍ د اکتوبر په دوهمه نېټه په يوې خبرپاڼې کې ويلي، د اوو هېوادونو ډلې غړي به د انرژۍ د نړيوالې ادارې په همغږۍ له خپلې ستراتيژيکې زېرمې نه سل ميلیونه بېلره پټروليم خوشې کړي، څو د انرژۍ پر نړيوال بازار ستر فشارونه کم شي. اړوند اقدامات به ژر پيل شي او تر څلورو مياشتو به دوام وکړي، چې په لومړيو شلو ورځو کې به زیات ډيزل لومړی بازار ته برابر شي.
همدارنګه د امريکا او ګڼو اروپايي هېوادونو په بازارونو کې د ډيزل بيې په وروستيو کې په وار سره نوی تاريخي ريکاډونه جوړ کړي دي.































