د رسنیو د راپورونو له مخې د ایټالیايي عسکرو د وتلو له اعلان سره هم مهاله منګولیا اعلان کړی چې افغانستان ته به تر سلو ډېر سرتېري لېږي. د منګولیا حکومت ویلي، چې راتلونکې پنجشنبه به افغانستان ته ۱۱۳ سرتېري ولېږي او دغه ځواکونه به د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي. بل پلو د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. منګولیا بیا وايي چې ځواکونه به یې د افغان سرتېرو په روزنه او ملاتړ کې برخه اخلي. دغه هېواد د ناټو په چوکاټ کې تر ۴۵۰۰ ډېر سرتېري لرل، چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمېره راکمه شوه. له هغه وروسته چې ټرمپ په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرولو غوښتنه وکړه، د منګولیا په ګډون د ناټو ډېرو غړو د خپلو سرتېرو د ډېرولو ژمنه وکړه. منګولیا وايي دوی د ناټو ټولو پرېکړو ته ژمن دي او د افغانستان په امنیت کې به خپله هڅه کوي.