د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وایي، په کندوز کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکولو او د دغو توکو د ګواښونو په اړه د خلکو د پوهاوي هڅې روانې دي. د دغه پروګرام استازي تورهان صالح ویلي، ناچاوده مهمات لا هم په کندوز کې یوه جدي ستونزه ده او د پاکولو لپاره یې لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده. د صالح په وینا، په دې هڅو کې له چاودېدونکو توکو ککړې سیمې پاکېږي او خلکو ته د ماینونو او ناچاوده مهماتو د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي. د دغو اقداماتو موخه د خلکو لپاره د خوندي ژوند او کار چاپېریال رامنځته کول دي.































