چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغان سولې په تړاو د بین‌الافغاني خبرو اترو اړتیا

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اپریل 16, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له پنځمې ناستې را وروسته، څو ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد کابل ته په سفر راغی، څو له افغان سیاستوالو او حکومتي چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي. نوموړي د ولسمشر غني په ګډون له ځینو دولتي چارواکو، افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو، افغان مېرمنو، ځوانانو او د مدني ټولنې له استازو سره کتلي او د سولې بهير په تړاو يې  بحثونه کړي دي.

خلیلزاد افغانستان ته د سفر پر مهال له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: «د افغان سولې په تړاو د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي، چې په طالبانو او د امریکا په حکومت پورې اړه لري، خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي، د سولې پر یوه پلان کار وشي او د همدې پلان له مخې لومړی ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان شي».

زلمی خلیلزاد پر بین ‌الافغاني خبرو اترو داسې مهال ټینګار کوي، چې ټاکل شوې روان زېږدیز کال په قطر کې د طالبانو او بېلابېلو افغان لورو ترمنځ د مسکو ناستې پر دوام، دویمه ناسته وشي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا، افغان حکومت او طالبانو دریځونه او دا چې څنګه کېدای شي د سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ یو واحد دریځ رامنځته او بین ‌الافغاني خبرې پیل شي، هغه موضوعات دي، چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

غني څه ډول سوله غواړي؟

سوله او د روانې جګړې پای ته رسول د ولسمشر غني له مهمو ټاکنیزو شعارونو څخه وو. ان داسې ګنګوسې هم وې چې ګواکې ولسمشر غني د ټاکنو پرمهال طالبانو او طالبانو ته نږدې کسانو ته ډاډ ورکړی و، چې د امکان تر حده به د امنیتي تړون لاسلیک کول ځنډوي او سولې ته به کار کوي، خو ارګ ته تر رسېدو وروسته یې، په ۲۴ ساعتونو کې دننه د امنیتي تړون په لاسلیک کولو سره د سولې لارې بندې کړې.

که څه هم له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت پرمهال په مختلفو ډولونو ډېره هڅه وکړه چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو د سولې په تړاو د نوموړي دغه ټولې هڅې د یوې حکومت‌ محوره پروسې لپاره وې. یعنې افغان حکومت تل هڅه کړې چې طالبان هم د حزب اسلامي په شان سولې ته غاړه کېږدي او د یوې ډلې په توګه له افغان حکومت سره یو ځای شي، خو دا هغه څه دي چې طالبانو یې تل مخالفت کړی او له لویه سره یې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت «نامشروع» ګڼلی دی.

په اوسمهال کې د افغان سولې په تړاو د امریکاـ طالبانو ترمنځ له روانو خبرو او په بل اړخ کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او مدني ټولنو استازو ترمنځ له پیل شوو خبرو د افغان حکومت ناخوښي او ان مخالفت دا ښیي چې د سولې په تړاو د ولسمشر غني هڅې د یوې رښتینې او پایداره سولې په پار نه وې، بلکې د نوموړي ټاکنیز سیاست ته په کتو سره داسې ښکاري چې ولسمشر غني ته په واک کې پاتې کېدل لومړيتوب لري، نه سوله.

د سولې په اړه د طالبانو دریځ

د سولې په تړاو طالبانو تل له افغان حکومت سره منحیث د حکومت له مخامخ خبرو ډډه کړې او یوازې یې له امریکا سره پر مخامخ خبرو اترو ټینګار کړی دی. که څه هم په لومړیو کې امریکا له دې ډلې سره د سولې خبرو ته لېواله نه وه، خو د جګړې له اوږدېدو او ورځ تر بلې خونړي کېدو سره امریکا هم له دې ډلې سره د سولې خبرو ته غاړه کېښوده.

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې طالبانو له لومړي سره تر هرڅه وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور په اړه پر خبرو اترو او یوې هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی دی. که څه هم د دواړو لورو ترمنځ تر دې دمه پنځه ځلې مخامخ خبرې شوې دي او د دغو خبرو اترو په لړ کې ډېری وخت رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې ګواکې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور له قضیې ورهاخوا د بین ‌الافغاني خبرو د پیل، اوربند او لنډمهاله حکومت د جوړېدو په تړاو هم خبرې اترې کړې دي، خو طالبانو تل دا ډول رپوټونه رد کړي دي.

د سولې په تړاو د طالبانو دریځ دا دی چې لومړی به له امریکا سره په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته رسېږي. وروسته به بین‌ الافغاني خبرې (د طالبانو او ټولو افغان سیاسي ډلو ترمنځ وي، نه دا چې یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي) پیلوي.

په دې تړاو په مسکو کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو ګډه ناسته یې لومړنی ګام و. دغه‌ راز ټاکل شوې چې دې ته ورته دویمه ناسته په قطر کې هم وشي. که څه هم دې ډول ناستو د افغان سولې په تړاو هیلې زیاتې کړې دي، خو په ورته وخت کې بیا له دې ډول ناستو سره د افغان حکومت کلک مخالفت د سولې په خبرو کې یو ډول بن‌بست او خنډ رامنځته کړی دی.

واشنګټن او افغان سوله

امریکا د افغانستان د روانې جګړې د یوه اصلي او مهم اړخ په توګه له ۱۷ کلونو وروسته پرېکړه کړې چې نور له دې جګړې ځان وباسي، له همدې امله یې نږدې شپږ میاشتې وړاندې له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه لومړی پړاو د امریکا ـ طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وې. د دغو خبرو له پنځمې ناستې را وروسته اوسمهال داسې ویل کېږي چې دواړه لوري په دوو مواردو؛ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دا چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي، یوې عمومي هوکړې ته سره رسېدلي او د دې هوکړې مسوده به هم د دواړو لورو ترمنځ په راتلونکې (شپږمه) ناسته کې لاسلیک شي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي چې د امریکا ـ طالبانو ترمنځ په تېرو پنځو ناستو کې هغه مسایل مطرح شوي چې په طالبانو او امریکا پورې یې تړاو درلود، خو له دې وروسته به د سولې په تړاو هر بحث کې د افغان حکومت موجودیت ضرور وي. دغه‌ راز نوموړي ویلي چې ښایي په افغانستان کې د امریکا رول ورو ورو کم شي او افغانان باید ډېر مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي.

د خلیلزاد له دغو څرګندونو ښکاري چې امریکا له طالبانو سره یوې عمومي هوکړې ته رسېدلې  او اوسمهال هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. امریکا غواړي چې د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل افغاني لوري په خپل منځ کې سره کېنوي، څو په راتلونکي کې د واک پر سر له یو بل سره ښکېل نه شي.

پایله

د افغان سولې په تړاو د بین‌ الافغاني خبرو د پیل په موخه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو په دریځونو کې خورا توپیر لیدل کېږي، خو اړتیا ده چې دواړه لوري د سولې روانې خبرې یو تاریخي چانس وګڼي او له دغه چانس څخه د څلوېښت کلنې جګړې ختمولو او د هېواد د ثبات او ښه راتلونکي په موخه ګټه واخلي.

افغان حکومت او طالبان له افغانستانه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته د رامنځته شوي وضعیت یوه ډېره ښه تجربه لري. همدې تجربې ته په کتو سره نه ښايي چې د سولې رامنځته شوی چانس د قدرت‌طلبۍ د غوښتنو قرباني شي. په روانو حالاتو کې د اوسني حکومت د بقا پر ځای ښه ده چې د راتلونکي لپاره په افغانستان کې د یوه تلپاتې نظام د رامنځته کولو پر څرنګوالي انرژي مصرف شي او ښکېل افغان اړخونه داسې مسوولانه چلند وکړي چې د هېواد او ملت په خیر وي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا چاره څنګه شونې ده؟ په لومړي سر کې اړتیا ده لکه څنګه چې امریکا او د سیمې هېوادونو د امریکا ـ طالبانو د خبرو د پیل او بریا په موخه هڅې کولې، داسې د بین ‌الافغاني خبرو د بریا په موخه هم رښتینې هڅې او همکاري وکړي.

له بله اړخه د بین‌الافغاني خبرو اترو د ښه پرمختګ په موخه اړتیا ده چې هم طالبان او هم افغان حکومت انعطاف او په دريځونو کې تنازل راولي. طالبانو او افغان حکومت ته پکار ده چې د یوې ولس‌ محوره سولې د راتګ په موخه رښتیني او ګړندي ګامونه واخلي.

له دې ټولو سره سره، ښه ده چې د امریکا ـ طالبانو له خبرو وروسته د نړیوالو تر څارنې لاندې د افغان حکومت، مختلفو افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو او طالبانو ترمنځ درې اړخیزې خبرې اترې پیل شي او نړیوال د دغو خبرو د بریا لپاره صادقانه هڅې وکړي، څو راتلونکی نظام د ټولو افغاني اړخونو مشترک او ګډ نظام جوړ شي.

Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In