په اندونیزیا کې د وروستۍ زلزلې د وژل شوو شمېر ۱۲۳۴ کسانو ته رسېدلی دی. د اندونیزیا حکومت ویلي ددوی وروستۍ شمېرې ښيي چې په دغه زلزله کې ۱۲۳۴ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. رسمي سرچینې وايي چې د زلزلې له امله د اوښتي مالي زیان کچه تر دې دمه نه شي اټکل کېدلی. د جمعې په ورځ د اندونیزیا په ساحلي سیمو کې قوي زلزله وشوه. په زلزله کې زرګونه کورونه، دولتي ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او نور تاسیسات نړېدلي دي. ددغه هېواد حکومت له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. د وروستیو شمېرو تر خپرولو وروسته ددغه هېواد حکومت ویلي چې ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه په ډېرو سیمو کې د مړو د را ایستلو عملیات لا نه دي بشپړ شوي.