د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) اعلان کړی چې د نیمروز په یوه نوي بېړني روغتیايي مرکز کې له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمات وړاندې کوي. دغه سازمان د لړم پر پنځمه په اېکسپاڼه لیکلي، چې دا مرکز د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۶مه پرانیستل شوی او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې (ایکو) په مالي ملاتړ فعالیت کوي. د ډبلیو ایچ او په وینا، هره ورځ سلګونه افغانان د نیمروز د میلک له لارې له ایرانه هېواد ته راستنېږي او بېړنیو روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی د ژوند ژغورلو لپاره مهم دی. نوی مرکز راستنېدونکو ښځو او نارینهوو ته بېړنۍ درملنه او روغتیايي پاملرنه برابروي او هغه ناروغان تخصصي روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي چې نورو درملنو ته اړتیا لري































