د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په پنځمه او یوولسمه ناحیه کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د هرات ښاروالۍ ویاند خان محمد یوسفزي رسنیو ته ویلي، چې په دغو پروژو کې د یوې کوڅې کانکرېټ کول او د یوه کانکرېټي کانال جوړول شامل دي. د نوموړي په وینا، یاده کوڅه ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره سور لري، چې د کانکرېټ کولو چارې یې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې پیل شوې دي.































