رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لیبیا ختیځ مېشت حکومت د دغه هېواد له ټولو ځمکنیو، هوايي او سمندري لارو د افغان او ایراني وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی دی. د راپور له مخې، د لیبیا ختیځ حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت به د دغه پرېکړې د پلي کولو مسوول وي او هغه افغانان او ایرانیان به له هېواده وباسي چې د استوګنې معتبر جواز نه لري. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د لیبیا ختیځ حکومت د روان کال په جون میاشت کې د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا د وګړو پر ننوتلو هم بندیز لګولی و.































