د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، پرون د پاکستان او ایران له لارې ۱۲۰ افغان کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د دارالانشاء د خبرپاڼې له مخې، د لړم میاشتې په شپږمه نېټه، ۴۵ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۳۷ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو او ۱۹ کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې ورځ په تورخم کې له ۴۰ کورنیو، په سپین بولدک کې له ۱۸، په هرات کې له ۱۹، په نیمروز کې له ۶ او په کابل کې له ۲۴ کورنیو سره هم مرستې شوې دي.































