د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو له اروپایي هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو ملاتړ کوي او نه غواړي له اروپا سره جګړه وکړي. پوتین د افریقایي هېوادونو له مشرانو سره تر غونډې وروسته ویلي، روسیه له اروپا سره د احتمالي جګړې لپاره چمتو ده، خو هڅه کوي چې د داسې جګړې د رامنځته کېدو مخه ونیول شي. نوموړي د فنلنډ له ولسمشر او د ناروې له لومړي وزیر سره د وروستیو ټلیفوني خبرو هرکلی کړی او خبرداری یې ورکړی چې که کړکېچ پر پراخې جګړې بدل شي، هېڅ لوری به بریالی نه وي.































