د ډیموکراتیکې کوریا خبري اژانس (KCNA) د اکتوبر په ۳۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د “بې پیلوټه الوتکو د ټېکنالوژۍ پرمختګ – ۲۰۲۶م نندارتون” د روانې میاشتې په ۲۹مې نېټې ترسره شو، چې پکې د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي چارو کمېسیون رئیس کیم جونګ اون هم ګډون کړی و.
خبر وايي، په دغه نندارتون کې په لوی شمېر جنګي تجهیزات، په ستراتیژیکو جګړو کې د څو موخو لپاره کارېدونکې بې پیلوټه الوتکې او ځانمرګې بې پیلوته الوتکې نندارې ته وړاندې شوې دي.

کیم جونګ اون ویلي، هېواد یې باید د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو بشپړ غوره والی ولري او همدا یې د عصري جګړو له بدلونونو سره د سمون اړين انتخاب ياد کړی دی.































