د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د ملي امنیت نوې ستراتیژي « د پیاوړې کاناډا پلان» اعلان کړې ده. دا په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د کاناډا لومړنۍ ملي امنیتي ستراتیژي ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې ستراتیژۍ کې پنځه اساسي لومړیتوبونه ټاکل شوي دي:
۱. دغه هېواد به د اقتصادي امنیت پیاوړی او د احتمالي ګواښونو او خطرونو پر وړاندې د کاناډا د مقاومت وړتیا لوړ کړي
۲. دغه هېواد به اغېزمنې او سنجول شوې بهرنۍ پالیسۍ عملي کړي، له بېلابېلو هېوادونو او شریکانو سره به اړیکې نورې ټینګې کړي او ستراتیژیکې وړتیاوې به لوړې کړي.
۳. دغه هېواد به خپل پوځي وړتیا بیارغونه او پیاوړی کړي څو خپل هېواد دفاع وکړي او ملي ګټې وساتي.
۴. دغه هېواد به عامه امنیت پیاوړی کړي چې د جرمونو او ملي امنیتي ګواښونو سره مقابلې وکړي.
۵. دغه هېواد به د استخباراتي ظرفیتونو پراخ کړي، څو د نویو ډولونو ګواښونو وړاندوینه وکړي او پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.































