د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضایي وايي، هېواد یې تر اوسه د خپلې اټومي تګلارې د بدلون په اړه نوې پرېکړه نه ده کړې او که د ایران شرایط ونه منل شي، له امریکا سره به مذاکرات ونه کړي. رضایي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران جګړه پیل کړي، ښايي تهران د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه هم ووځي. نوموړي همداراز ویلي، چې د تهران په څلور اړخیزه غونډه کې سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د خپلو هېوادونو پر وړاندې د اسرائیل د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.































