په کونړ ولایت کې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، بازارموندنې او د لاسي صنایعو د ودې په موخه جوړ شوی درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي محمدطیب رسنیو ته ویلي، چې د نندارتون موخه د خلکو له کورنیو تولیداتو سره بلدتیا او د کورنیو تولیداتو په پېرلو سره د ملي صنعت ملاتړ و. د نوموړي په وینا، دغه نندارتون د تولیداتو د بازارموندنې او د تولیدوونکو د هڅونې لپاره ښه فرصت و او په ترڅ کې یې کوچنیو سوداګرو له بېلابېلو شرکتونو سره د همکارۍ هوکړې هم لاسلیک کړې دي.































