د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۵م نندارتون د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د همغږۍ غونډه کړې ده. ټاکل شوې چې دغه نندارتون د یاد وزارت په نوښت، د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې، د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادامباغ کې جوړ شي. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معرفي کول، د تولیداتو لپاره د بازارموندنې زمینه برابرول او د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.































