د ترکيې خبري رسنۍ د اکتوبر په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی، دغه هېواد په رسمي توګه پخواني بهرنيو چارو وزير، د اروپا د امنيتي همکارۍ سازمان سرمنشي سينان وګلو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوماند په توګه ونوماوه.
د ترکيې د اناډولو خبري اېجنسۍ د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ترکيې هميشني استازي احمد يلديز د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې رئيس او د امنيتي شورا رئيس ته د يو پيغام په استولو سره د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نوماند پيغام وړاندې کړی.
اردوغان په پيغام کې ليکلی چې سينان اوغلو په ډيپلوماتيکو چارو کې څه باندې څلويښت کالن تجربې لري.































