د اوکراین ولسمشر زیلینسي د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ترکیې په استانبول کې وویل، اوکراین او ترکیه به د تور سمندر د غلودانو دهلیز په جوړونه کې هڅې وکړي او د دې دهلیز موجودیت او اغېزمنه کارونه به تضمین کړي.
زیلینسکي دغه څرګندونې په همدې ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر کتنې وروسته یوې ګډې خبري ناستې ته وکړې.
نوموړي په همدې ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، له اردوغان سره ملاقات یې مهم او مشخص وو، زیاتره خبرې یې د تور سمندر په اړه ترسره شوې، مثلاً د غلودانو خوندیتوب مسئله. له دې پرته، د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون نافذ شو او د دواړو لوریو تصدیو ته به نوي ګټور فرصتونه برابر کړي.
اردوغان په یاده ګډه خبري ناسته کې ویلي، د اوکراین بحران تور سمندر ته غځېږي، د ملکي بېړیو پر وړاندې بریدونه بیخي د منلو وړ نه دي، هغه له اړوندو خواوو وغوښتل چې خپل مسئولیت پر غاړه واخلي.































