د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د پيرو ولسمشرې کيکو فوجيموري د نومبر په ۲مه نېټه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو د ۵۵مې کليزې د لمانځلو په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
شي جين پينګ په پيغام کې چين او پيرو هراړخيز ستراتيژيک ملګري ياد کړي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېواونو اړيکې له ۵۵ کلونو راهيسې د نړيوالو حالاتو د بدلون له ازموينو تېرې شوي او ښه پرمختګ يې موندلی دی.
نوموړي ويلي، د چين او پيرو سياسي متقابل باور پياوړی شوی، په بېلابېلو برخو کې يې عملي همکارۍ ښې پايلې لري او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستۍ ژورې رېښې غځولې دي.
نوموړي په پيغام کې د پيرو ستاينه کړې، چې د يو چين پېژندنې پر اصل یې ټينګار کړی.
د چين او پيرو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون لوړ پروتوکول په رسمي ډول د نومبر په لومړۍ نېټه نافذ شو، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ به لوړې کړي.
رئيس شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه د چین او پیرو د اړیکو پراختیا ته ډېر اهمیت ورکوي او له ولسمشرې فوجیموري سره به په ګډو هڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پياوړې کړي.































