د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د عمان له سلطان هيثم بن طارق السعيد سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
شي جين پينګ ويلي، د چين او عمان د اړيکو د پراختيا او ژورتيا د دواړو هېوادونو ګډ ستراتيژک انتخاب دی، چې د زمانې له بهير او د تاريخ له غوښتنو سره سمون لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ګډې هيلې پوره کوي.
نوموړي ويلي، چين به له عمان سره خپلمنځي ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لالوړې کچې ته ورسوي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره به خدمتونه وکړي.
دا د چين او عمان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۸ کلونو راهيسې چين ته د عمان د مشر لومړی سفر دی.
شي جين پينګ ويلي، چې د چين او عمان د مشرانو دغه لیدنه او خبرې به د دواړو هېوادونو د اړيکو په تاريخ کې مهمه پاڼه واړوي او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته به یې نوی ځواک ورکړي.
شي جين پينګ ويلي، چين به له عمان سره د انرژۍ، پانګونې، نوې ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې همکارۍ وکړي، د انرژۍ په برخه کې به یې خپلمنځي همکارۍ هراړخيزې او بشپړې کړي، د صنعت، پانګونې، مصنوعي ځيرکتيا، ساينس، ټکنالوژۍ او کلتوري تبادلی به ورسره لا ژورې کړي او د پرمختګ او عصري کېدو پر لارو به په ګډه پرمخ لاړ شي.
نوموړي زیاته کړې، دواړه هېوادونه به خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي، د خلکو ترمنځ تګ راتګ به ډېر کړي، د ښوونې، سيلانۍ، روغتيا، رسنيو او سپورټ په برخو کې به پياوړې همکارۍ وکړي او د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پراختيا به ومومي.
د چين او عمان ځينو ادارو د دواړو مشرانو په حضور کې ځيني سندونه هم لاسلیک کړي دي.































