د افغانستان په چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د دغه سازمان د ملاتړ او فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر، محمد بن سعید العیاش، د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انسټیټوت کې یوې علمي غونډې ته د افغانستان پر ملاتړ د دغه سازمان د رول او هڅو په اړه وینا کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې چې د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو او ادارو مسوولینو هم ګډون درلود، د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ، د اسلامي همکاریو سازمان د جوړښت او د افغانستان په تړاو د دغه سازمان د پرېکړو په اړه بحث شوی دی. همداراز، په کابل کې د دغه سازمان د دفتر له لوري د یادو پرېکړو د عملي کېدو د تعقیب او په بېلابېلو برخو کې د یاد سازمان د فعالیتونو په اړه خبرې شوې دي.































