د ایپېک د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو ۳۷مه غونډه د نومبر په ۳مې نېټې په بېجینګ کې د وېډیو له لارې ترسره شوه.
دا غونډه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو په ګډې مشرۍ ترسره شوې ده.
په دغه غونډه کې د ایپېک د غړو اقتصادونو استازو، د ۲۰۲۶م کال د ایپېک د لوړ پوړو چارواکو د سوم (SOM)غونډې مشر، د دارالانشاء اجرایوي مدیر، د سوداګرۍ مشورتي شورا رئیس او د څارونکو استازو ګډون کړی و.
چين له ۱۲ کلونو وروسته یو ځل بیا د ایپېک کوربه دی.
وانګ يي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چین د ایپېک له غړو اقتصادونو سره یو ځای، د اسیا او ارام سمندري سیمې د ګډې ټولنې د جوړولو او د ګډې سوکالۍ د هڅولو په موضوع له ۳۰۰ د ډېرو غونډو او فعالیتونو کوربتوب کړی، چې په زیاترو کې يې ۳ برخو( ورخلاصون، نوښت او همکارۍ) ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د غونډې ګډونوالو د ایپېک “د چین کال” په جریان کې په مختلفو برخو کې د همکاريو د پرمختګ او پراخې اجماع ستاینه کړې ده.
دوی د ایپېک د همکاريو په زیاتولو او پرمختګ کې د چین له مهم رول څخه مننه کړې او د ایپېک “د چین کال” د بریالیتوب د ډاډ ترلاسه کولو او د ایپېک د مشرانو د سږنۍ غیر رسمي غونډې د بریالیتوب لپاره د کارونو د ښو ترسره کولو لېوالتيا او هيله ښودلې ده.































