د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۳مې نېټې ویلي، چې اسرائیل ته د امریکا نږدې ۴ ميلیارده ډالره کلنۍ مرسته به د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې هغه او د اسرائیل صدراعظم بنیامين نتانیاهو له کلونو راهیسې د همدې مرستې د پای ته پر رسېدو خبرې کړي او په خبره یې، اوس دغه نظر د نتانیاهو له خوا ورته وړاندې شوی دی.
د امریکا او اسرائیل د امنیتي مرستو د اوسني تړون له مخې، امریکا هر کال اسرائیلو ته نږدې ۳ ميلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته ورکوي، چې دغه تړون تر ۲۰۲۸م پورې دوام لري.
نتانیاهو مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې په تدریجي ډول د امریکا پر پوځي مرستو د اسرائیلو تکیه کمه کړي.































