د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وايي، له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې څه باندې ۸.۳ میلیونه کسان د دغه بنسټ له پراختیايي پروګرامونو برخمن شوي دي. دغه بنسټ ویلي، چې د «ابادۍ» پروژې له لارې یې له ۲۸ زره او ۶۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کړی دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاتوي، چې د دغو پروګرامونو له لارې یې څه باندې ۶۴ زره کاري فرصتونه برابر کړي، چې ۵۱ زره یې ښځو ته ځانګړي شوي دي. د دغه بنسټ په وینا، دا پروګرام د اروپايي ټولنې او جاپان په ملاتړ پلې کېږي او د جاپان د نړیوالو همکاریو اداره او د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي صندوق یې همکاران دي.































