د هرات ځايي چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د «المونیم ویل فورس» په نوم د المونیمي ویلونو د تولید یوې عصري فابریکې فعالیت پیل کړی دی. د سرچینې د مالوماتو مخې، دغه فابریکه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د دارالانشاء رئیس عبدالمتین قلندري په ۹ میلیونه امریکايي ډالرو پانګونه جوړه کړې ده او په هېواد کې د سپکو او درنو موټرو لپاره د المونیمي ویلونو د تولید لومړنۍ عصري فابریکه بلل کېږي. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه فابریکه د نړیوالو معیارونو له مخې د تولید وړتیا لري او په ورځ کې د زرو المونیمي ویلونو د تولید ظرفیت لري. سرچینه زیاتوي، چې په دې فابریکه کې له ۱۱ تر ۲۴ انچو پورې په بېلابېلو اندازو المونیمي ویلونه تولیدېږي.































