د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اوس مهال په هېواد کې د مالګې د استخراج ۱۲ فعال تړونونه شته، چې پنځه یې په تخار، درې په هرات او په سمنګان، غور او فاریاب ولایتونو کې یې هر یو یو تړون فعالیت لري. د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تړونونو له لارې د مالګې کورنی تولید د هېواد د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه کوي او افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې د مالګې په کانونو کې تر پنځو زرو ډېر کسان پر کار بوخت دي او په دې برخه کې شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.































