د امریکا د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو، جېسن کرو او سم لېکارډو، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام بېرته پیل لپاره هڅې پیل کړې دي. د راپور له مخې دوی هڅه کوي د جرګې د ۲۱۸ غړو ملاتړ ترلاسه کړي، څو یوه طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي چې له مخې به یې په شرایطو برابر افغانان د ۲۰۲۹ کال تر جولای پورې په امریکا کې د اوسېدو او کار کولو اجازه ولري. د یادونې ده چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړی و.































