د چين او ترکيې د زرغون پرمختګ سوداګريز فورم د نومبر په ۹مه نېټه د ترکيې په استانبول کې ترسره شو. دغه فورم د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې ټولنې او د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړيکو د کمېټې لخوا په ګډه جوړ شوی و او د دواړو هېوادونو د سياسي او سوداګريز ټولنو نږدې ۳۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.
د فورم ګډونوالو په زرغونو چارو کې د چين او ترکيې ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په اړه خبرې او مشورې کړې دي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅونې ټولنې رئيس ژن هونګ بين په ياد فورم کې ويلي، چې چين او ترکيې په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې په اقتصادي او تجارتي برخو کې اغېزمنې همکارۍ کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
زرغون پرمختګ د چين او ترکيې په اقتصادي او تجارتي همکاريو کې يوه مهمه برخه ده، چې پراخ راتلونکی لري.
دغه فورم د چين او ترکيې د اړوندو خواوو ترمنځ د همکاريو د جوړونې او ټينګښت د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.
روان کال د ترکيې او چين د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۵مې کليزې سره برابر دی.
د ترکيې مرستيال ولسمشر سيوديت يلمز په ياد فورم کې ويلي، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته ارزښت ورکوي او هيله يې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې په لا برابره او دواملرونکې توګه پرمختګ ومومي.
نوموړي ويلي، ترکيه زرغون پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او د نور زیاتو چيني تصديو هرکلی کوي، چې په دغه هېواد کې پانګونې وکړي.































