په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستیال استازي سون لې د نومبر په ۹مه نېټه د امنيت شورا د اوکراين مسئلې په پرانيستې غونډه کې ګډون او وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې د دغه هېواد د کړکېچ د ژر سیاسي حل غوښتنه کړې ده.
نوموړي ويلي، د اوکراين مسئله د خبرو له لارې د حل کليدې شېبې ته رسېږي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د سوله ييزو خبرو له لارې د دغې مسئلې د هواري هڅونه وکړي.
سون لې ويلي، د اوکراين د کړکېچ ښکېلو خواوو په دې وروستيو کې تماسونه نيولي او ځينې فعالې نښې يې ورکړې دي.
چين د سولې له هرې هڅې څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې ټولې خواوې کوششونه وکړي او د اوکراين بحران د ژر سیاسي حل هڅونه وکړي.
سون لې زياته کړې، چين د سوله ييزو خبرو له لارې د اوکراين مسئلې له سیاسي هواري ملاتړ کوي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره د اوربند او د سيمې د دايمي امنيت لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.































