د ۲۰۲۶م کال د تمدنونو د متقابلې زده کړې نړیوال فورم د نومبر په ۹مه نېټه د چين په مکاو کې ترسره شو، چې پکې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او سيمو ۳۰۰ حکومتي استازو، متخصصینو او پوهانو ګډون کړی و.
د فورم ګډونوالو د دې فورم په ۴۰ فرعي فعاليتونو کې د تمدنونو د متقابلې زده کړې په اړه بحثونه کړي دي.
د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د مکاو د خاص اداري سيمې مشر څن هاو هوې او په مکاو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي بيان لي شين هم ګډون کړی و.
څن هاو هوې ويلي، چې په نړۍ کې لاهم تمدني خنډونه او ادراکي توپیرونه موجود دي او په خبره یې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د نړیوال تمدن نوښت د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې د شته ننګونو په حل کې پوره مرسته کولی شي.































