د چین بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۹مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړې او د دغه وزارت ویاند ګوه جیا کون پکې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
په دغه ناسته کې يوه خبريال له ګوه جیا کون څخه پوښتنه کړې، چې یو پاکستانی ستورمزلی به د بار متخصص په توګه د شن جو د ۲۴م فضايي بېړۍ په انسان وړونکې دنده کې ګډون وکړي. چین په دې اړه څه نظر لري؟
ګوه جیا کون د خبريال دغې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چین تل پر دې ټينګار کوي، چې فضا دې په سوله ییز ډول استعمال شي، ټول هېوادونه دې د فضايي چارو په برخه کې فعالې همکارۍ وکړي او په فضا کې د انسان د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه دې وهڅوي.
پاکستانی ستورمزلی د چین په اړونده فضايي دنده کې برخه لري او دا به د چین په انسان وړونکې فضايي چارو کې لومړی ځل وي چې چیني او بهرنی ستورمزلی په ګډه فضا ته سفر وکړي او هم به دا لومړی ځل وي، چې يو بهرنی ستورمزلی د چین له فضايي سټېشن څخه لیدنه وکړي.































