د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د بنسټ ایښودونکو ۳۱مه غونډه (COP31) د نومبر په ۹مه نېټه د ترکيې په انتاليا ښار کې پرانيستل شوه. دغه غونډه « د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون» او «د پاريس تړون» ژمنو پر عملي کېدل تمرکز کوي او بېلا بېلې خواوې به پکې د شنو خونو ګازو د ايستنې، د اقليمي مسئلې د حلولو په چارو کې د پانګونې، د تطابق او انعطاف او د شکل د عادلانه بدلون په شمول پر څو مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
دغه غونډه به د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې دوام ولري، چې د نږدې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو د حکومتونو او نړيوالو سازمانونو استازي، ساينسپوهان، متشبثان او د غير دولتي سازمانونو او ملکي ډلو استازي به پکې ګډون او بحثونه وکړي.































