د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل تایید کړې، چې د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک به سبا (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دي.































