د شي جین پینګ «د بېوزلۍ کمول او له بېوزلۍ وتل» کتاب، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تاريخ او او اثارو د څېړنيز انسټيټيوټ لخوا ايډېټ شوی، په وروستيو کې چاپ او خپور شوی دی.
په دغه کتاب کې د بېوزلۍ کمولو او له منځه وړلو په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ ۵۵ مهمې ليکنې شاملې دي، چې پکې ځينې ليکنې يې په لومړي ځل خپرې شوې دي.































