د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو انتونیو روبیو د نومبر په ۱۰مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اوو هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته رسنیو ته ویلي، چې پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه او پر سمندري سیمې د بندیز اقداماتو څرګندې اغېزې ښندلي، نو د دغه هېواد په موخه پراخو بريدونو ته اړتيا نه لیدل کېږي.
نوموړي ویلي، امریکا لا هم د یو رښتيني تړون د لاسلیک په تمه ده، خو د تهران لخوا وړاندې شوي شرایط يې ډېر عجیب ياد کړي دي.
ایران له امريکا څخه د جنګي جبران غوښتنه کړې، خو ډونالډ ټرمپ يې دغه غوښتنه رد کړې ده.
روبیو په ابوظبۍ کې د امریکا، اوکراین او روسیې د مذاکراتو نوي پړاو ډېر اغېزناک بللی او ویلي يې دي، چې د مذاکراتو پیمانه باید پراخه شي او اروپا ته هم پکې برخه ورکړل شي.































