
د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې ياد تړونونه د بېلابېلو افغان او روسي شرکتونو او ادارو ترمنځ لاسليک شول.
ياد تړونونه د درملو، طبي تجهيزاتو، د انرژۍ او توربين سرويس، غنمو، اوړو، غوړيو، انارو، وينځونکو کيمياوي موادو د صادراتو او وارداتو او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو په برخو کې لاسليک شول.
د يادونې وړ ده، چې د روسیې د لومړي وزير مرستيال په مشرۍ پلاوي کابل ته را رسېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت له رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د رياست الوزراء له اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر سره هم جلا جلا ناستې ترسره کړي دي.
Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.