د چین نهم نړیوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۱۰مه نېټه د دغه هېواد په شانګهای ښار کې پای ته ورسېد. د زیس او نېسټله په ګډون د بېلابېلو نړیوالو شرکتونو عمومي مدیرانو د راتلونکي کال نندارتون کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې ده.
دوی رسنیو ته ویلي، چې هغوی د چین پر بازار او د چین نړیوال وارداتي نندارتون بشپړ باور لري، له همدې امله به د چین په لسم نړیوال وارداتي نندارتون کې هم ګډون وکړي. دوی په ډاډ ويلي، چې په چین کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د نومبر تر۱۰مې نېټې پورې، شاوخوا ۱۴۳ شرکتونو او بنسټونو د راتلونکي کال نندارتون کې د ګډون تړونونه لاسلیک کړي او ډاډ يې ښودلی، چې دوی به د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو په موده کې د دغه هېواد د لوړې کچې پرانیستنې او د نړیوال وارداتي نندارتون له فرصتونو او ګټو څخه برخمن شي.
شمېرې ښيي، سږنی نندارتون د پام وړ ښې لاسته راوړنې لري. د دغه نندارتون په ترڅ کې د لاسلیک شویو معاملو کلنی اټکلي ارزښت ۸۵ میلیارډه او ۴۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوی، چې د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۲.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د نندارتون په پنځو برخو کې مهمو شاخصونو نوي ریکارډونه ثبت کړي دي. د دغه نندارتون د ګډون کوونکو شرکتونو شمېر ۴۱۴۲ ښودل شوی او د نندارځي پراخوالی یې د لومړي ځل لپاره له ۴۴۰ زره مربع مترو څخه زیات و. همدارنګه، د نړۍ له ۵۰۰ سترو او پیاوړو شرکتونو څخه ۳۰۰ یې په دغه نندارتون کې ګډون کړی و.
سربېره پر دې، په دغه نندارتون کې ۴۸۵ نوي محصولات، ټکنالوژۍ او خدمتونه د لومړي ځل لپاره نړیوالو، اسیایي او چینايي پېرودونکو ته وړاندې شوي دي.
دغه شمېرې د چین نړیوال وارداتي نندارتون د نړیوالې جذابې او اغېزمنتیا څرګندويي کوي او ښيي چې د چین لوی بازار یو ځل بیا نړۍ ته د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراخ فرصتونه برابر کړي دي.
د لوريل ګروپ لوړپوړي اجرائیوي مدیر نیکولاس هیرونیموس له سي اېم جي سره په مرکه کې ویلي، د ورخلاصون د پراخولو په برخه کې د چین ټینګې ستراتیژیکې ارادې نړۍ ته ارزښتناک او باثباته عوامل او د پرمختګ باور ورکړی دی.
چین په نړۍ کې د دویم لوی مصرفي او وارداتي بازار په توګه یوازینی پرمختیايي هېواد دی، چې د دولت په کچه یې نړیوال وارداتي نندارتون جوړ کړی او په دوامداره توګه یې د نړۍ پر مخ خپل بازار پرانیستی ساتلی دی. د چین نړیوال وارداتي نندارتون له تېرو نهو کلونو راهیسې د چین د نوي پرمختیايي جوړښت د ابادۍ کړکۍ، د لوړې کچې ورخلاصون د پرمختګ ډګر او له نورو هېوادونو سره د ګډو ګټو د شریکولو نړیوال عامه محصول ګرځېدلی دی.
د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان په طرحه کې د لوړې کچې ورخلاصون پر پراخولو او د همکارۍ له لارې د ګډو بریاوو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو ټینګار شوی او پکې ټاکل شوي چې نړیوال وارداتي نندارتون دې په دوامداره توګه ترسره شي. دا به هم نړیوالو ته لا ډېرې ګټې ورسوي.
اوسمهال نړیوال وضعیت پېچلی دی او یو اړخیزم او د سوداګرۍ د ساتنې کړنې مخ په زیاتېدو دي، چې له امله یې نړیوالې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ له بې ثباتۍ سره مخ شوې دي. په داسې حال کې دا د ارزښت وړ ده، چې د چین نړیوال وارداتي نندارتون نړیوالو ته د ورخلاصون او همکارۍ روحیه ښودلې ده، په تېره بیا دغه نندارتون د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ته د چین له بازاري فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې او د اقتصاد ګټورې او ټولشموله نړیوالې کېدنې ته یې وده ورکړې ده.
د سږني نندارتون په ترڅ کې د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره وړیا غرفې برابرې شوې وې، چې شمېر یې د تېرې دورې په پرتله ۱۷ سلنه زیات و. په دغه نندارتون کې د اسیایي او افریقایي محصولاتو ځانګړي نندارځي هم ډېر ښه وو. افریقایي هېوادونو د چین له صفر ګمرکي تعرفو څخه ډېرې ګټې اخیستي او د قهوې او کوکودانو په ګډون ځانګړي افریقایي محصولات د چین بازار ته داخل شوي دي.
د کینیا سټار ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، د چین نړیوال وارداتي نندارتون د کینیا او حتی د ټولې افریقا لپاره یو داسې فرصت دی چې له پامه نه شي غورځېدای.
د زیمبابوې هیرال ورځپاڼې په يوې لیکنې کې ويلي، د چین نړیوال وارداتي نندارتون، چې هر کال ترسره کېږي، د یوې نړیوالې سوداګریزې نندارې په توګه نړیوالې سوداګرۍ ته د چین د ورخلاصون نښه ورکړې ده.
د چین نهم نړیوال وارداتي نندارتون پای ته ورسېد، خو د ايپېک د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي غونډه به ډېر ژر د دغه هېواد په شن جن ښار کې ترسره شي. د چین د پرمختګ له فرصتونو څخه د نړیوالې ټولنې د ګټې اخیستنې کېسه لا هم روانه ده.































