چین، ترکیې (دCOP31 رئیسه هېواد) او ایتوپیا (COP32 رئیسه هېواد) د نومبر په ۱۲مې نېټې د (COP31 “چین پویلین” (CHINA PAVILION) د لوړې کچې فعالیت کې « د باکيفیته کاربن کریډېټ په اړه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا نوښت» پیل کړ.
دغه فعالیت د ترکیې په انتالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون د غړو هېوادونو د ۳۱مې غونډې (COP31) په بهیر کې پيل شوی دی.
په دغه فعاليت کې د نړیوال کاربن کرېډیټ بازار د دوامداره پرمختګ د هڅولو لپاره د باکیفیته کاربن کریډېټ په اړه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه شوې ده.
د چین د ایکولوژۍ او چاپېریال ساتنې مرستیال وزیر او د کوپ۳۱ (COP31) لپاره د چیني پلاوي مشر لي ګاو د یاد نوښت د پیل په مراسمو کې ویلي، چې هېواد يې د کاربن بازار د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او په دې برخه کې يې یو لړ نوي پرمختګونه او پایلې ترلاسه کړې دي.
د پاریس تړون د شپږمې مادې د بازاري میکانیزم د قواعدو له تدریجي تطبیق سره سره، د باکیفیته کاربن کریډېټ لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې مخ په زیاتېدو دي.
د اقلیمي عملياتو او عادلانه بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سلاکار سیلوین هارټ ياد فعالیت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
په دغه پيغام کې د چين ستاینه شوې او پکې ويل شوي، چې ياد نوښت د نړیوال اقلیمي عملياتو او دوامداره پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري.































