د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د جوزجان ولایت د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې او د ګازو پر معیاري استخراج او د منل شویو تخنیکي معیارونو له مخې یې د نویو څاګانو پر کیندلو ټینګار کړی دی. د معلوماتو له مخې، اوس مهال په یتیمتاق سیمه کې د ګازو اووه څاګانې فعالې دي او د پنځو نورو څاګانو د کیندلو چارې روانې دي. له فعالو څاګانو څخه هره ورځ څه باندې ۶۵۰ متر مکعبه ګاز استخراجېږي، چې تر پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي. برادر ویلي، افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او له پانګوالو یې غوښتي چې د دغو زېرمو د استخراج او پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.































