د چين د سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې چين او امريکا د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د اقتصاد او سوداګرۍ تر خپلمنځي مشورتي ميکانيزم لاندې د سوداګريزې شورا لومړۍ غونډه په انلاين ډول جوړه کړه.
دواړو خواوو د مشرانو په کتنه کې د شويو موافقو په رڼا کې د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو کې د شويو لاسته راوړنو د پلي کولو په موخه د ګمرکي تعرفې، ” د۳۰ ميليارد ډالرو په مقابل کې د ۳۰ ميليارد ډالرو د برابرو تعرفو کمول“، د کرنيزو محصولاتو د سوداګرۍ او د پام وړ نورو مسئلو په اړه ډاګيز، ژور او رغنده بحثونه کړي دی.
دواړه خواوې به د سوداګريزې شورا په واسطه خپلمنځي تماس نيونه دوامداره او پياوړې کړي، د پام وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو حل به پرمخ بوزي، د خپلمنځي همکارۍ لېست به پرله پسې پراخ کړي، د ستونزو لېست به کم کړي او د چين او امريکا د متقابل درناوي، مساوي او بالمثل رغنده ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت په پار به کوښښونه وکړي.































