د بنګلهدېش ګوښه شوې لومړۍ وزیره، شېخ حسینه غواړي د ډسمبر په ۱۶مه له هند څخه خپل هېواد ته ستنه شي؛ خو د بنګلهدېش حکومت یې د بېرته ستنېدو غوښتنه رد کړې ده. رویټرز خبري اژانس د حسینې د ویاند له قوله راپور ورکړی چې نوموړې له حکومت څخه غوښتي، له ډیلي څخه ډاکې ته د ستنېدو لپاره ورته الوتکه برابره کړي. د بنګلهدېش حکومت وايي، حسینه یوازې د استرداد د بهیر له لارې هېواد ته ستنېدای شي او د بېرته رسېدو په صورت کې به ونیول شي. شېخ حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د پراخو لاریونونو له امله له هېواده وتلې او تېر کال په غیابي محکمه کې د لاریونوالو د ځپلو په تور پر اعدام محکومه شوې ده.































